د افغان حکومت د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب د یوه لوړ پوړي حکومتي پلاوي په مشرۍ ننګرهار ولایت ته ولاړ.
د افغان حکومت د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب د یوه لوړ پوړي حکومتي پلاوي په مشرۍ ننګرهار ولایت ته ولاړ.
د خبر له مخې د ملي امنیت شورا دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلی محب او ورسره پلاوی نن دوشنبې د مرغومي ۲۲ مه جلال آباد ته ولاړ.
سرچینه زیاتوي، چې ښاغلی محب له د ختیځ زون ننګرهار، نورستان، کونړ او لغمان له عمومي رهبري، امنیتي مقاماتو، سرتېریو او د دغو ولایتونو د محلي امنیتي ستونزو په هکله د بېلابېلو اقشارو له استازو سره وګوري.
دغه راز په خبرپاڼه کې ویل شوي، نوموړی به د ختیځ زون اوسنی عمومي امنیتي وضعیت وارزوي او د امنیتي او دفاعي سرتېریو د وروستیو لاس ته راوړنو د قدرداني تر څنګ به ځینې نوې ګمارنې هم وشي.
د ملي امنیت شورا سلاکار پر داسې مهال ننګرهار ته سفر کوي، چې د تېرې پنشنبې په ورځ ولسمشر غني هم د یوه پلاوي په مشرۍ ننګرهار ته تللی وو.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/21927